کابل؛ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۵:۲۲
کابل؛ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري په کابل کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې د کابل ښار له پل محمود خان څخه تر پل علم پورې د ۱۲۰ کيلومتري واټن کې ترسره شوې، په پايله کې سيدالله لومړی، عبدالوهاب واحدي دويم او عبدالمجید بابجاني درېيم مقام تر لاسه کړي.

د يادو سياليو موخه د ايران په کوربتوب د تور اذربايجان په نوم سياليو ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې يو ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې ټاکل شوو لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS