کابل؛ په المپیک ملي کمېټې کې ۳۰ ورزشکارانو د پارکور نندارې وړاندې کړې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۴:۲۲
کابل؛ په المپیک ملي کمېټې کې ۳۰ ورزشکارانو د پارکور نندارې وړاندې کړې

د المپیک ملي کمېتې په انګړې کې ۳۰ ورزشکارانو د پاراکور جالبې نندارې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رهبرۍ په حضور کې وړاندې کړې.

د یادو نندارو په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د المپیک ملي کمېټې اجرایه رییس داد محمد پاینده اختري، د اړوند فدارسیون مسولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

دې مراسمو ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس الحاج مولوي عبدالودود حقاني ورزشکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ورزشکاران د کلیو، ولسوالیو، ولایتونو، ملیتونو او هیوادونو ترمنځ د ارتباط او اړیکو پل یاد کړل او د هیواد مهمه برخه یې وګڼله.

د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي رئيس په خپلو خبرو کې دوی ته د ممکنو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ او هيله يې څرګنده کړه چې پارکور ورزشکارن به په ملي او نړۍواله کچه ښې لاسته راوړنې ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ د ګرشک زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۶
Background image

ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې مخکې وشوې وې د. . .

BACK TO NEWS