کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه فوټسال ملي لوبډله بحرين ته روانه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۶:۱۲
کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه فوټسال ملي لوبډله بحرين ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه ملي لوبډله او يو اته کسيز پلاوی، د ۲۰۲۵ نویو ځوانانو آسیايي سياليو درېيم پړاو کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته روانه شوه.

افغان فوټسال لوبډله به د دې سياليو په «الف» ګروپ کې د کوربه بحرين، ازبکستان او چين پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي، چې خپله لومړۍ لوبه به د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۴مه نېټه د ازبکستان پر وړاندې ترسره کړي.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې او فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د فوټسال کمېټې فني مرستيال فريد احمد يوسفزي او نورو ورزشي مسوولينو ګډون کړی و، چې ښاغلي ځدراڼ لوبغاړو ته د وينا پر مهال وويل، زه پر تاسو باور لرم، چې تاسو به په دې سياليو کې ښه ولوبېږئ او غوره لوبه به نندارې ته وړاندې کړئ.

دغه راز د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري وويل، موږ پوهېږو چې تاسو به له هغه سيالانو سره مخ شئ، چې له تاسو ښه امکانات لري، اما زه ستاسو په وړتيا باور لرم او هيله لرم، چې تاسو به خپلو سيالانو ته ماتې ورکوئ او ډک لاسه به هېواد ته راستنېږئ.

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۵ نویو ځوانانو آسیايي سیالۍ درېيم پړاو به د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه د بحرین په کوربتوب له ۴۵ هېوادونو څخه د ۲۰۰۰ ورزشکارانو په ګډون پيل شي، چې له افغانستان څخه به په يادو سياليو کې د اتو بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS