کابل؛ سرپل ولایت د وزلوبې پنځم پړاو لیګ سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۹:۲۳
کابل؛ سرپل ولایت د وزلوبې پنځم پړاو لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي او د وزلوبې ملي فدراسیون له لوري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې پنځم پړاو لیګ سیالۍ، چې لس ورځې یې دوام وکړ؛ د سرپل ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سمنګان او سرپل ولایتونو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې سرپل لوبډلې د ۳/۱ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د وزلوبې فدراسیون رئیس محمد سرور جلال، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د کابل والي ملا امین الله عبید، د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز د ارکان رئیس مولوي شبیر احمد، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي انعام الله سمنګاني، امنیتي مسؤولانو، د روغتیايي کمېټې کارکوونکو او د وزلوبې ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

د کابل والي ملا امین الله عبید د پای په مراسمو کې اتلې لوبډلې ته مبارکي وویله او له امنیتي ځواکونو یې مننه وکړه چې د دغو لوبو امنیتي تدابیر یې په ښه ډول سره ونیول.

ښاغلي عبید وویل: «د هېواد د ورزش ادارې له رهبري څخه مننه کوم چې د ټولنې پخوانۍ او کلتوري لوبې یې ژوندي ساتلي او په دې برخه کې یې پراخ ګامونه ترسره کړی دي.»

همداراز د هېواد د ورزش ادارې رئیس مولوي احمدالله وثیق اتلې لوبډلې ته د مبارکي ترڅنګ خوښي وښوده چې یادې سیالۍ د خوشحالي او امن په فضأ کې ترسره شوې.

ښاغلي وثیق همداراز د ریاست الوزرأ له مقام څخه مننه وکړه چې د وزلوبې سیالیو لپاره یې له موږ سره هر ډول همکاري وکړه.

ښاغلي وثیق زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې ورزش ته لا زیاته وده ورکړو او له مرکزونو څخه یې کلیو او بانډو ته ورسوو. ورزش کاران مو په هره برخه کې ځلېدلي دي او دا لومړی ځل دی چې هېواد ته یې پنځه بېلابېل مډالونه راوړي دي.

ا.ا ژمن دی چې ورزش ته به لا وده ورکوي او په دې برخه کې به د ورزشکارانو لاسنیوی او ملاتړ کوي.»

د یادونې وړ ده چې له سمنګان ولایت څخه صفت الله پهلوان د سیالیو غوره ګول وهونکی او جواد پهلوان د سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د مراسمو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي جام او د لوبو غوره لوبغاړو او لوبډلو ته ګڼ شمېر نغدي او غیر نغدي جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS