کابل؛ د ۶۶ بکسنګ کلبونو ترمنځ د نویو ځوانانو د غوراوي سیالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۱:۱۳
کابل؛ د ۶۶ بکسنګ کلبونو ترمنځ د نویو ځوانانو د غوراوي سیالۍ پای ته ورسیدې

د بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري کابل ښار اړوند له ٦٦ کلپونو څخه د ١٤٧ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو د ډلبندۍ منتخبه سیالۍ د غوره ورزشکارانو په پېژندلو سره پای ته ورسیدې.

په دې سياليو کې له لومړي کلاس څخه تر څوارلسم وزني کلاس پورې ورزشکارانو په ګډه سيالۍ وکړې او په پاى کې ٢٨ ورزشکاران وتوانېدل، چې د کابل ولايت د ځوانانو د لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ کابل لوبډلې ته د غوره څېرو د پېژندنې په موخه ترسره شوې؛ ترڅو دغه لوبغاړي د کابل په استازیتوب د ولایتونو په کچه په لوبو کې برخه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS