کابل؛ د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزن پورته کولو سيالۍ پيل شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند وزن پورته کولو فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په تمريناتي کلب کې د کابل د څلورو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزن پورته کولو سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې دوه ورځې به دوام وکړي په لسو وزنونو کې ترسره کېږي او موخه يې د المپيک ملي ورځې نمانځنه، د ورزشکارانو د ظرفيت لوړول او د کابل په کچه د دې رشتې د اتلولۍ ګټل دي.
