کابل؛ د ۱۵ ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ملي فدراسیون سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۲۲:۵۴
کابل؛ د ۱۵ ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ملي فدراسیون سیالۍ پای ته ورسېدې

د هېواد المپيک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جودو ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل په کوربتوب له ۱۵ ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۶۰، ۶۶، او ۷۳ کیلو ګرام په وزني کټګوریو کې د جودو ملي فدراسیون سیالۍ پای ته ورسېدې.

په پایله کې ۶۰ کیلوګرام وزني کټګورۍ څخه خیام له کابل لومړی، سید کمال الدین له تخار دویم او حامد هم له تخار درېیم مقام ترلاسه کړ، د ۶۶ کیلوګرام په وزني کټګورۍ کې سید احمد له تخار ولایت څخه لومړی، رحیم الله له تخار ولایت څخه دویم او قاري جاوید له تخار ولایت څخه درېیم مقام ترلاسه کړ او د ۷۳ کیلو ګرام په وزني کټګورۍ کې رشاد ارین له تخار څخه ولایت لومړی، صدرالدین له تخار ولایت څخه دویم مقام او مطیع الله له بلخ ولایت څخه درېیم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د هېواد المپيک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د هېواد المپيک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې اجراییه رییس داد محمد پاینده اختري، د المپيک ملي کمېټې معاون باور هوتک، د یاد ریاست د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د جودو ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

په دغومراسمو کې د هېواد المپيک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د جودو له ملي فدراسیون مننه وکړه او زیاته یې کړه: د افغانستان د ورزش اداره د ورزشکارانو د ملاتړ او د هېواد د ورزش ودې لپاره په برخه کې له تاسو سره هر ډول خدمت کوي او ان شاءالله موږ کوښښ کوو ترڅو په ټول هېواد کې ورزش ته وده ورکړو.

همدارنګه ښاغلي وثیق وویل: موږ د ورزش په برخه کې وروستیو کلونو کې بې سارې لاسته راوړنې درلودې او افغان ورزشکاران به په راتلونکو کې په لویو ورزشي برنامو کې ګډون وکړي.

د یادو سیالیو موخه د جودو سیالیو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه، اتلولۍ حکم، ډالۍ او یوه اندازه پیسې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS