کابل؛ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۱۱
کابل؛ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون او د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د مهاجرې مور د خندا اتلولۍ جام تر سرلیک لاندې د فوټبال پیل شوې سيالۍ، چې ۱۶ ورځې يې دوام وکړ د اردو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیاليو پايلوبې ته د اردو او یورش بګرام لوبډلو لاره موندلې وه، چې په پايله کې ياده لوبه د اصلي وخت په پای کې ۱-۱ مساوي ختمه شوه؛ خو د پنالټي شوټونو پر مهال، اردو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳-۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پايلوبې په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د ا. ا. ا د وياند مرستيال مولوي حمدالله فطرت، ورزشي مشاور قاري حیات‌الله رحماني، د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون رییس حاجي فريد يوسفزي، د لوبډلو مسولینو، ورزشکارانو او د فوټبال يو شمېر مینه‌والو ګډون کړی و.

هېره دې نه‌ وي، چې د دغو سیالیو موخه د راستنوونکو مهاجرینو سره خواخوږي څرګندول او د هغوی پر شونډو خوشالي راوستل یاد شوي او په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۳۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهلوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې له څلورو ولايتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ شپږم پړاو زوني سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۳۳
Background image

ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غیږنیونې سیالۍ وشوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غیږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۸ جوړو لوبې مساوي او ۸۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۳۲
Background image

ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د سوپر سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS