کابل؛ د کابل ښار ۵۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسېنګ ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
]د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بوکسېنګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت له ۱۰۵ کلبونو څخه د ۵۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د بوکسېنګ ټاکنیزې، چې دیارلس ورځې مخکې پيل شوې وې د غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او له ۴۸ څخه تر مثبت ۹۲ کیلو ګرام بېلابېلو وزني کټګووریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۶ غوره ورزشکاران د کابل ولایت د لویانو د بوکسېنګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، د بوکسېنګ ملي فدراسیون رئیس قدیر سلطاني، د یاد فدراسیون غړو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو موخه د کابل ښار د لویانو بوکسېنګ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره او ټاکل شوو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
