کابل؛ د څلورم زون د ٢٤ کلبونو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۱:۶
کابل؛ د څلورم زون د ٢٤ کلبونو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې د کابل ښار څلورم زون د ٢٤ کلبونو د ۱۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې.

په دغو سياليو کې د کوچنيانو عمري کټګورۍ د ١٢، ١٣ او ١٤ کلونو ورزشکاران ګډون لري چې درې ورځې به دوام وکړي.

د یاد سياليو موخه چې د کم عمره ورزشکارانو هڅول دي، د پیل په مراسمو کې يې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د د پلان او ستراتيژۍ ارشد مشاور مولوي ګلاب الدین خپلواک، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ او د سوک وهنې فدراسيون استازو ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS