کابل؛ د پهلوانۍ ملي فدراسیون د ورزشي جمنازیوم د پرانیستغونډې پیل د قرآن عظیم الشان په ختم وشو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۲:۳۳
کابل؛ د پهلوانۍ ملي فدراسیون د ورزشي جمنازیوم د پرانیستغونډې پیل د قرآن عظیم الشان په ختم وشو

د هېواد المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون لوري په یاد ریاست کې د پهلوانۍ ملي فدراسیون د ورزشي جمنازیوم پرانیستې په موخه د قرآن‌ عظیم الشان ختم وشو.

په دغه پرانیستغونډه کې د هېواد المپیک ملي کمېتې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ورزشي مشاور او د پهلوانۍ ملي فدراسیون رییس قاري حیات الله رحماني، د یاد فدراسیون مسوولینو، مېلمنو، ورزشکارانو او مینوالو ګډون کړی وو.

له پرانیستغونډې وروسته د پهلوانۍ په ګریګرومن سبک کې د لسو کلاسونو ۴۰ غوره ورزشکارانو ته، چې څو میاشتې وړاندې د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته غوره شوي وو؛ په مډالونه او ستاینلیکونه وستایل شوه.

یاد جمنازیوم د پهلوانۍ ورزشکارنو د تمرین په موخه پرانیستل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS