کابل؛ د ورزش ادارې د نشراتو لوبډلې د رسنیو جام فوټسال سیالو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۳۹
کابل؛ د ورزش ادارې د نشراتو لوبډلې د رسنیو جام فوټسال سیالو اتلولي وګټله

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږي او د فوټبال فدراسیون له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو جام په نوم د فوټسال سیالۍ چې ۱۹ ورځې مخکې د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې؛ د ورزش ادارې د نشراتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د فوټسال کمېټې، راه فردا تلویزیون، د ورزش ادارې د نشراتو ریاست، ملي تلویزیون، ځوانان راډیو، لمر تلویزیون، طلوع تلویزیون، مشعل تلویزیون، سلام وطندار راډیو، آرزو تلویزیون او یک تلویزیون لوبډلو ګډون کړی و، چې له ګروپي سیالیو وروسته یې پای لوبه د فوټسال کمېټې او د ورزش ادارې د نشراتو ریاست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې یې د نشراتو ریاست لوبډلې فوټسال کمېټې ته د ۴/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو د درېیم مقام لپاره د آروز ټلویزیون او طلوع ټلویزیون لوبدلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې طلوع ټلویزیون سیالې لوبډلې ته د ۸/۶ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې درېیم مقام خپل کړ.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشی سلاکار قاري حیات الله رحماني، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د فوټسال کمېټې مسؤولانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو غوره ګول ساتونکی له آرزو تلویزیون څخه نوید افضلی او غوره لوبغاړی له طلوع تلویزیون څخه حامد بهرام و نومول شول.

د یادونې وړ ده چې په پای کې د سیالیو اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS