کابل؛ د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ د قرعه کشي(پچې اچوونې) مراسم ترسره شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۹:۴
کابل؛ د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ د قرعه کشي(پچې اچوونې) مراسم ترسره شول

د ملي تلویزیون په انګړ کې د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ د اتو لوبډلو لپاره د قرعه کشي( پچې اچوونې) مراسم ترسره شول.

په دغه غوره لیګ کې " ام البلاد، سپین غر، نښتر، پامیر، بالاحصار، بُست، هندوکش او نګیني هریوا " لوبډلې په دوو ګروپونو کې، چې په هر ګروپ کې څلور _ څلور لوبډلې برخه لري سیالۍ کوي.

دغه مراسم د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د پرانیستې وینا د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق وکړه نوموړي وویل : ورزش اوس د ودې او پراختیا په حال کې دی او زموږ له وعدې سره سم ورزش د هېواد ګوټ ـ ګوت ته رسېدلی دی، همدارنګه د والیبال ملي فدراسیون د کړنو پر اړه یې وویل، چې سږ کال د والیبال لوبډلې شپږ بهرني سفرونه درلودلي، چې د چین په کوربتوب په اسیایي المپیکي سیالیو کې پر ګډون سربېره د مرکزی اسیا سیالیو درېیم مقام یې هم تر لاسته کړی دی.

همدارنګه یې د والیبال غوره لیګ په دوام د هندوکش او پامیر نویو لوبډلو زیاتېده د تېرو لیګونو په پرتله نوښت یاد کړ.

ښاغلي وثیق همداراز له کام ایر او افغان ټلي کام څخه مننه وکړه، چې د نوموړیو سیالیو په ترتیب او نشر کې یې همکاري کړې ده.

ورپسې د ملي راډیو تلویزیون رئیس قاري یوسف احمدي خبرې وکړې، نوموړي خوښي څرګنده کړه، چې د ورزش له مسوولینو سره په مهمو مراسمو کې شتون لري او یو ځل بیا ملي ټلویزون د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ نشروي، ښاغلي احمدي د ورزش له مسوولینو سره ژمنه وکړه، چې د هیواد د ورزش ادارې هر ډول سیالۍ چې د نشر وړ وي، دوی به کوښښ کوي، چې خپرې یې کړي.

د پچې اچوونې په پایله کې په الف ګروپ کې: " ام البلاد، سپین غر، نښتر، پامیر " او په بې ګروپ کې: " بالاحصار، بست، نګین هریوا، هندوکش" لوبډلې سره لوبيږي، چې له هر ګروپ څخه به دوه غوره لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS