کابل؛ د هېواد ورزش ادارې شپږو ورزشي فدراسيونونو مسوولينو او ورزشکارانو ته د دعوت او ارشاد رياست اصلاحي سمينار پای ته ورسېده

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۵:۵۴
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې شپږو ورزشي فدراسيونونو مسوولينو او ورزشکارانو ته د دعوت او ارشاد رياست اصلاحي سمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست اصلاحي او د اسلامي زده کړو د ورکړې سمينارونو په دوام د ياد ریاست شپږو فدراسيونونو مسوولينو او ورزشکارانو ته اصلاحي سيمينار، چې درې ورځې مخکې پیل شوی و پای ته ورسېده.

د دغه اصلاحي سیمینار د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست مالي او اداري رییس عبدالناصر هاشمي، د کابل بدني روزنې او ورزش رییس مولوي عتیق الله خالد، د یاد ریاست د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د دعوت او ارشاد ریاست مسوولینو او مشاورینو ګډون کړی وو.

په دغه سمینار کې د تکواندو، والیبال، سنوکر، کیک بوکسينگ، طبما او رزمي لوبو فدراسیونونو مسوولینو او شاوخوا ۱۴۰ تنو ورزشکارانو ته د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې د ورزشي قوانینو اړوند اصلاحي سمینار وړاندې شو.

د يادولو وړ ده، چې د یاد سیمینار وروسته د هېواد ورزش ادارې نورو فدراسینونو مسوولینو او ورزشکارانو ته به هم دې ته ورته سیمینارونه ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS