کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د رستمي غېږنيونې په نړيوالو سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکی ورزشکار وستايه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۴۹
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د رستمي غېږنيونې په نړيوالو سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکی ورزشکار وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د رهبرۍ له لوري له ۱۸ کلنو کم عمره ځوانانو د رستمي غېږنيونې نړيوالو او اسيايي سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکی ورزشکار محمد عمر عزيزي، د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستايه.

دغې ستاينغونډه کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري ، د فوټبال ملي فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د کورش ملي فدراسيون رئيس سید محمود ضياء دشتي، ورزشي مسوولينو او مډال راوړونکي ورزشکار ترڅنګ د فوټبال نړيوال سند ترلاسه کوونکو لوبڅارانو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې، د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ د سرو زرو مډال راوړونکي ورزشکار ته د دې تاريخي مډال مبارکۍ ترڅنګ وويل، د ا.ا.ا په راتګ سره ورزش زيات پرمختګ کړی دی او ورزشکارانو په بېلابېلو برخو کې زيات شمېر وياړونه هېواد ته راوړي دي.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې دغه ټول وياړنه د يو کلک هوډ او ملاتړ پايله ده، چې ا.ا.ا امارت او د هېواد ورزش اداره يې له خپلو ورزشکارانو څخه کوي.

په دې ستاينغونډه کې د ازبکستان په کوربتوب د رستمي غېږنيونې نړيوالو سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکي ترڅنګ د فوټبال ملي فدراسیون هغه پنځه تنه لوبڅاران هم وستايل شول ، چې تازه يې له فيفا څخه د نړيوالو سياليو د لوبڅارۍ سندونه ترلاسه کړي وو.

له دغو لوبڅارانو څخه درې تنو ( محمد اشرف حسن زاده، جليل احمد جامي او شفیق الله حبيبي ) د فوټبال لوبڅارۍ، محمد سخي صديقي د ساحلي فوټبال لوبڅارۍ او عتيق الله نيازي د فوټسال لوبڅارۍ نړيوال سندونه ترلاسه کړي وو.

د يادونې وړ ده، چې د کورش د ځوانانو د رستمي غېږنيونې نړيوالې او اسيايي سيالۍ د ازبکستان په کوربتوب د دې هېواد نکوس ښار کې د ۲۲ هېوادونو ترمنځ د روانې غبرګولي مياشتې له ۷مې تر ۱۰مې نېټې ترسره شوې، چې افغان ورزشکارانو پکې يو د سروزرو، دوه د سپينو زرو او دوه د برنزو مډالونه وګټل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۲
Background image

هلمند؛ په ګرشک ورزشي جمنازیوم کي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت ګرشک ولسوالۍ په ګرشک ورزشي جمنازیوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

خوست؛ په‌ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ځاځي ميدان ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

په پکتيا کې ۷۰۰ تنو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار ترسره شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د پکتيا ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو ۷۰۰ ورزشکارانو او مسوولينو ته د فکري روزنې دوه ورځنی اصلاحي سیمینار پای. . .

BACK TO NEWS