کابل؛ د هېواد فوټسال کمېټې، فوټبال ملي فدراسیون او ابن سینا پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۹:۳
کابل؛ د هېواد فوټسال کمېټې، فوټبال ملي فدراسیون او ابن سینا پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د ابن سینا پوهنتون له لوري د فوټسال کمېټې ورزشکارانو او کارکوونکو ته د لوړو زده کړو برابرول په پار له ۴۰ سلنه تخفیف سره د هېواد فوټسال کمېټې، فوټبال ملي فدراسیون او ابن سینا پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

په دغه هوکړه لیک کې پر لیسانس او ماسټرۍ سربېره لنډ مهاله کورسونه، چې له هغې ډلې ورزشي ټولنپېژندنه، ورزشي ارواپوهنه او ورزشي اقتصاد شامل دي، ورزشکارانو ته تدریس کېږي.

په دغه هوکړه لیک کې د هېواد فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې رهبري، ابن سینا پوهنتون استازو، ورزشکارانو او زیات شمېر مېلمنو ګډون کړی وو.

د هېواد فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې مسوولینو د ابن سینا پوهنتون له لوري د فوټسال ورزشکارانو ته د تحصیل په برخه کې د تخفیف په ورکولو خوښي څرګنده کړه او له خصوصي سکتورونو څخه یې د ورزش ودې په موخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۹:۱۷
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د واليبال لوبو ۳۵ تنو ته د لوبڅارۍ او روزنې سمينار پای ته ورسېده

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د واليبال لوبو ۳۵ تنو ته لومړی پړاو د لوبڅارۍ او روزنې سمينار. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۹:۱۶
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

چهارشنبه، د چنګاښ ١١مه، ١٤٠٤

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۹:۹
Background image

کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما مقدماتي سیالۍ پای ته ورسېدی

د کابل ولايت، بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د طبما د رزمي هنرونو ملي فدراسیون له لوري له ۱۶ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د طبما رزمي هنرونو دوه ورځنۍ مقدماتي. . .

BACK TO NEWS