کابل؛ د هېواد د پارالمپیک ملي کمېټې د وزن پورته کولو څلور کسیزه لوبډله د دوبۍ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۹:۳۴
کابل؛ د هېواد د پارالمپیک ملي کمېټې د وزن پورته کولو څلور کسیزه لوبډله د دوبۍ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړه

د هېواد د پارالمپیک د ملي کمېټې د وزن پورته کولو څلور کسیزه ډله د هېواد د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست په همکارۍ د فضا دوبۍ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړه.

په دې سیالیو کې، چې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په کوربتوب به د ۸ ورځو لپاره ترسره شي، له افغانستان څخه دوو لوبغاړو، یوه روزونکي او یوه پلاوي برخه اخیستې وه.

د دغې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجرایوي رییس داد محمد پاینده اختري، د پارالمپیک ملي کمېټې مشرتابه او غړو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS