کابل؛ د هېواد د فتحي په مناسبت ورزشي ميله ترسره شوه

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست کابل کې د اسلامي امارت د فتحي او بیا واکمنيدو څلورم کال په ورزشي نندارو او جشن سره ونمانځه، په دغه مراسمو کې د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو برخه اخيستې وه، چې په د مختلفو نندارو په ترسره کولو سره يې دغه جشن ته خوښې ور وبښله.
دغه مراسم د ورزشکارانو په رژې سره پيل شول، چې د جشن په جريان کې د پارکور، جمناسټيک، ووشو او تورې وهنې ورزشکارانو له لورې په زړه پورې نمايشات نندارې ته وړاندې کړل، چې د حاضرينو، د هېواد ورزش ادارې او د اسلامي امارت د مسوولينو له لوري وستايل شول.
دغه مراسم د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، رئيسانو او مشاورينو، د کابل امنيه قوماندان مولوي ولي جان حمزه، د بېلابېلو فدراسيونونو رئيسانو، ورزشکارانو او عامو خلکو ګډون کړی و.
مولوي احمدالله وثيق په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت د برياليتوب او د دې وياړلې ورځې مبارکي ټولو هېوادوالو او ورزشکارانو ته وويله او په ټول هېواد کې يې د سراسري امنيت ارامۍ خوښي وښوده، او زياته يې کړه، چې دغه ډول برنامي، د ملي يووالي او خوښۍ نښه ده.
همدارنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت غړي مولوي عبدالحق حماد هم د اسلامي امارت د فتحي ورځ يو له پرتمينو ورځو او د هېواد د سرلوړۍ لپاره له وياړه ډکه وبلله او په دغه مراسمو کې يې د بېلابېلو رشتو د ورزشکارانو په ګډون خوښي وښوده.
د دې مراسمو په پای کې د بېلابېلو ورزشونو ډلې د کابل ښار سړکونو ته ووتلې او د مختلفو نندارو په ترسره کولو سره يې دغه له وياړه ډکه ورځ په شور او ولولو سره ونمانځله