کابل؛ د هېواد جودو ملي لوبډله د تمريناتي کمپ په موخه ازبکستان هېواد ته روانه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۲۱:۴۹
کابل؛ د هېواد جودو ملي لوبډله د تمريناتي کمپ په موخه ازبکستان هېواد ته روانه شوه

د جودو ملي فدراسيون او د هېواد د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست په همکارۍ د را روانو نړيوالو المپيکي لوبو د لا چمتووالي په موخه د جودو ۱۲ کسيزه ملي لوبډله، چې يو داخلي روزنکی يې ملتيا کوي، د تمريناتي کمپ په موخه ازبکستان هېواد ته روانه شوه.

د يادې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د جودو ملي فدراسيون مسولینو حاجي شاه اغا بابک، رحمت شاه مشکل او اړوند پلاوي ګډون کړی و.

دغه تمريناتي کمپ چې ۲۲ ورځې به دوام وکړي، موخه يې را روانو نړيوالو المپيکي سياليو ته، چې په تاجکستان او ترکيې هېوادونو کې ترسره کېږي، لا بشپړ چمتو والی ښودل شوی دی.

ږ د يادونې وړ ده، چې دا تمريناتي کمپ په داسې حال کې ترسره کېږي، چې يوه نيمه مياشت وروسته به د افغانستان په گډون د شاوخوا ۷۰ هېوادونو ترمنځ د‌ جودو نړيوالې سيالۍ پيل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور ټاکنیزې سیالۍ د نهو غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱
Background image

خوست؛ مندوزیو ولسوالۍ کې د لوبغاړو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې مرکزي کلب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوي ولسوالي کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکت سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS