کابل؛ د هاکي فدراسيون ۴۵ روزونکو ته د ظرفيت لوړونې لومړی درجه نړیوال روزنيز کورس پيل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۹ - ۲۰:۵۴
کابل؛ د هاکي فدراسيون ۴۵ روزونکو ته د ظرفيت لوړونې لومړی درجه نړیوال روزنيز کورس پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هاکي ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۸ ولايتونو څخه ۴۵ روزونکو ته د هاکي نړیوال فدراسیون د ظرفيت لوړونې لومړی درجه روزنيز کورس د المپيک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې پيل شو.

په دې کورس کې به د هاکي نړیوال فدراسيون پاکستاني روزونکي زاهد علي له لوري د هاکي لوبې نوي اصول، فني او مسلکي مهارتونه، د روزنې بېلابېل مهارتونه، د روزونکو او لوبغاړو د تيارولو مهارتونه او د هاکي سياليو په اړه موضوعات په نظري او عملي بڼه تدريس شي.

د ويلو ده، چې ياد کورس، په افغانستان کې د هاکي لوبې د پرمختګ او د روزونکو د ظرفيت لوړونې په موخه، د هاکي نړیوال فدراسیون روزونکي زاهد علي، د هاکي ملي فدراسيون رئیس عبدالله نورستاني او د دې فدراسيون روزونکو په شتون کې پيل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۵۰
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۴۷
Background image

پکتیا کې ۷۰۰ تنو ورزشکارانو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د پکتیا ولایت په مرکز کې د بېلابېلو فدراسیونونو ۷۰۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې دوه ورځینی اصلاحي سیمینار پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د سروري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS