کابل؛ د موټرسایکل ځغلوونې ملي فدراسیون ۱۸ کسېزه لوبډله د موټرسایکل ځغلوونې نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته روانه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۳:۹
کابل؛ د موټرسایکل ځغلوونې ملي فدراسیون ۱۸ کسېزه لوبډله د موټرسایکل ځغلوونې نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته روانه شوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د موټرسایکل ځغلوونې ملي فدراسیون ۱۸ کسېزه لوبډله د موټرسایکل ځغلونې نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان هېواد ته روانه شوه

دغه سیالۍ چې پینځه ورځې به دوام وکړي د څلورو هیوادونو د لوبډلو افغانستان، پاکستان، ایران او سعودي عربستان ترمنځ به د پاکستان د لاهور ښار په کوربتوب سبا ورځ د کراس او کوهستان په سبک کې پیل شي.

د خدای پامانۍ په دغو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د موټر ځغلوونې ملي فدراسیون مشرتابه پلاوي او د موټرسایکل ځغلوونې ورزشکارانو ګډون کړی و.

په همدغه وخت کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق په ټیلفوني اړیکه کې یادې لوبډلې سره د خدای پاماني ترڅنګ هغوی ته د ښو لاسته راوړنو هیله درلوده.

په پای کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ دغو ورزشکارانو ته بریا غوښتونکی و او هغوی ته د لازمو لارښوونو سربېره د خیر دعا وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS