کابل؛ د ملي اتل شاپور ځدراڼ جنازه په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۰
کابل؛ د ملي اتل شاپور ځدراڼ جنازه په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شوه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ، چې جنازه یې تېره ورځ له هندوستان څخه هېواد ته راوړل شوه، نن یې د جنازې لمونځ د ګڼو مسوولینو او زرګونو هېوادوالو په ګډون د کابل په عید‌ګاه مسجد کې ادا‌ او د کابل ولایت په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د نورو مسوولینو ترڅنګ د هېواد ورزش ادارې د رهبرۍ غړو هم ګډون کړی و، چې د هېواد ورزش ادارې په استازولۍ د یادې ادارې مالي او اداري رییس او د دې ادارې ویاند اتل مشواڼې د مرحوم شاپور ځدراڼ پر میړنه خواشینې وښوده او د اتل شاپور ځدراڼ میړنه یې د افغانستان ورزش او په ځانګړې ډول د کرېکټ لپاره ستره ضایع وبلله.

شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان کرېکټ له لومړنيو لوبغاړو څخه و او څه باندې یوه لسیزه یې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله کې د چټک توپ‌اچوونکي په توګه لوبه ترسره کړه او په اتیا نړیوالو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره ۸۰ ویکټې ترلاسه کړې د ورپیښې ناروغۍ له امله ومړ.

د ویلو ده، چې ملي اتل شاپور ځدراڼ له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د ناروغۍ پر بستر پروت و، چې دوه ورځې وړاندې یې د هندوستان په یوه روغتون کې د ۳۸ کالونو په عمر ومړ او جسد یې تېره ورځ کابل ته راوړل شو او نن یې د کابل په عیدګاه مسجد کې د جنازې له لمونځ ادا کولو وروسته، جنازه د کابل ولایت په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۶/۲۷ - ۱۷:۵۲
Background image

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۶/۲۷ - ۱۷:۵۱
Background image

د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې په نړۍ والو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ

د پارالمپیک والیبال ملي لوبډلې د تقاعد شویو سرتېرو لپاره په ناسته د والیبال نړۍ‌والو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ.

دغو سیالیو کې د افغانستان، روسیې، صربستان، میانمار، رونډا او اندونیزیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

جوزجان؛ فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS