کابل؛ د مرحوم حميد الله جام په نوم د بکسنګ درېيم پړاو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۳:۵۷
کابل؛ د مرحوم حميد الله جام په نوم د بکسنګ درېيم پړاو سيالۍ ترسره شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک وهني ملي فدراسیون په مرکزي تمريناتي ځاى کې د مرحوم حميدالله حميدي جام په نوم د بکسنګ درېيم پړاو سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د کوچنيانو او نوي ځوانانو سني کټګوريو کې د ١٥ کلبونو ١٠٠ تنو ورزشکارانو ګډون درلود.

د دې سياليو د کوچنيانو په کټګورۍ کې له ٣٥ څخه تر ٧٠ کيلو او د نويو ځوانانو په کټګورۍ کې له ٤٦ څخه تر ٨٠ کيلو وزنونو کې ورزشکاران له يو بل سره ولوبېدل.

د مرحوم حمیدالله جام سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ موخه يې د سوک وهنې فدراسيون مخکيني فني مرستيال مرحوم حميدالله حميدي ياد او د ورزش وده ده.

په پاى کې د يادو سياليو غوره ورزشکار ته کپ او نورو ورزشکارانو ته مډالونه او تقديرنامې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS