کابل؛ د لومړي ځل لپاره په ازاده فضاء کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنټون دوستانه سيالۍ ترسره شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بډمنټون فدراسيون او د اندونيزيا هېواد په مالي ملاتړ د پغمان ولسوالۍ په بالا باغ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره په ازاده فضاء ( Air Badminton ) کې د بډمنټون دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د څلورو عمري کټگوريو ماشومانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو برخه اخيستې وه، چې د سياليو وروسته ورزشکارانو ته د Air Badminton اصول او قوانين په نظري او عملي توگه وړاندې شول.
دغه سيالۍ، چې د يوې ورځې لپاره ترسره شوې، موخه يې د Air Badminton سياليو پرانيستل او په ټول کې يې ترويجول و.
د يادونې وړ ده، چې د روان میلادي کال د می مياشتې په ۱۵مه نيټه به د ننگرهار ولايت د بډمنټون منتخبې سيالۍ پيل شي.
