کابل؛ د فوټسال ملي لوبډلې د بریا په ویاړ د ۲۶ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۹:۴۵
کابل؛ د فوټسال ملي لوبډلې د بریا په ویاړ د ۲۶ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي تالار کې د لویانو په کټګوري کې د ۱۳ جوړو ورزش کارانو ترمنځ د عزیزالله عزیزي جام په نوم د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په یادو سیالیو کې د کابل د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې او ملي لوبډلې لوبغاړو شتون درلوده او د مسؤولانو په خبره، له دغو سیالیو څخه به له هېواده بهر د سوک وهنې سیالیو لپاره غوره ورزش کاران ټاکل کېږي.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام ته د افغان فوټسال ملي لوبډلې د لار موندنې په ویاړ ترسره شوې چې په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او د اتلولي حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS