کابل؛ د فریزبي لومړی پړاو یو ورځنیو سیالیو اتلولي مهاجرینو لوبډلې وګټله
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند فریزبي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په غازي ورزشي سټېډیوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فریزبي یو ورځنۍ تشویقي او دوستانه سیالۍ د مهاجرینو لوبډلې په لومړي مقام ګټلو پای ته ورسېدې.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د یاد ریاست ورزشي سلاکار ګلاب الدین خپلواک، د المپیک ملي کمټې اجرایه رییس داد محمد پاینده اختري، د سیالیو د ترسره کېدو امر عزیز ملنګ او ورزشکارانو ګډون کړی و.
په پیل کې د المپیک ملي کمېټې اجرایه رییس دادمحمد پاینده اختري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: ورزش د تېرو شلو کلونو په پرتله تېرو درېیو کلونو کې له ښارونو نه کلیو او بانډو ته رسېدلی او پرمختګ یې کړی. ورپسې د سیالیو د ترسره کېدو امر عزیز ملنګ د یادو سیالیو پرمختګ په اړه په تفصیلي خبرې وکړې او ورزشکارانو ته یې د ملاتړ ترڅنګ د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغو سیالیو کې د غزنوي، لوګر محمداغې، میدان وردګو، کابل، لوګر منتخب، مخلصین، افغان او د ایران مهاجرینو لوبډلو ګډون کړی وو، په پایله کې د مهاجرینو لوبډلې لومړی مقام، لوګر منتخب لوبډلې دویم مقام او د کابل لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.
د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د فریزبي سیالیو ته وده ورکول وو؛ د سیالۍ په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالون او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
