کابل؛ د شکر ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۹:۵۴
کابل؛ د شکر ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د عامې روغتيا وزارت له لوري د شکر ناروغۍ په اړه د معلوماتو وړاندې کولو، د عامه پوهاوي غونډه، د هېواد المپيک کمېټې په انګړ کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دې ادارې بېلابېلو رئيسانو، ورزشي مسوولينو، د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال مولوي عبدالولي ح، قاني، د دې وزارت مسوولينو، ورزشکارانو او د رسنيو استازو ګډون کړی وو.

دې غونډې ته د وینا پر مهال د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ وويل، ورزش د دې ترڅنګ،چې د ملتونو ترمنځ د يووالي او اتفاق نوم د صحت او سلامتیا ضامن هم دی.

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال مولوي عبدالولي ح.ق.اني وويل، بدني فعالیت او ورزش يوازې يو تفريحی عمل نه دی، بلکي د روغتيا د ساتنې، د شکرې او نورو ناروغيو د مخنيوي او د سالم ژوند د دود د عامه ولو يو اساسي رکن دی.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې د عامې روغتيا وزارت او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معینیت د ا.ا.ا د پراخې تګلارې سره سم د ورزشي، تعليمي رسنيزو بنسټونو او د ټولنې د ديني علماؤ سره په ګډه د پوهاوي ملي کمپاينونه پراخوي، تر څو د سالم ژوند پيغام کور په کور ورسول شي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د ناروغيو د کنټرول او عامه وقايي رئيس دوکتور حيدر خان حيدر وويل، نه يوازې دا، چې موږ د ورزش په واسطه د شکرې ناروغۍ مخنيوی کو، بلکې د ډېرو قلبي، رواني او دماغي ناروغيو په کنټرول او مخنيوي کې مهم رول لري.

د ويلو ده، چې د دې غونډې په پای کې د هېواد ورزش ادارې د بېلابېلو فدراسيون د ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۸
Background image

لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمد سیر لوبډلې په اتلولي پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د حیدري اتلانو لوبډلې په اتلولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۴
Background image

کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS