کابل؛ د شپږ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو دوديزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۲۱
کابل؛ د شپږ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو دوديزې سيالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش ریاست په غازي سټډيوم کې د ملي، محلي او دوديزو سياليو د پراختيا امريت له لوري په لومړي ځل د شپږ لوبډلو ٣٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو دوديزې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فدراسيونونو استازو او ورزشکارانو ګډون درلود.

په پيل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق خبرې وکړې نوموړي وويل؛ دا مهال د نورو ورزشونو ترڅنګ ملي، محلي او دوديز ورزشونو هم د پرمختګ په حال کې دي او وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې د محلي دوديزو ورزشونو سيالۍ ترسره کيږي.

ښاغلي وثيق ډاډ ورکړ، چې ملي، محلي او دوديزو ورزشونو ته به هم پاملرنه کوي او د پرمختګ لپاره به يې هڅې کوي.

په دغو سياليو د قهرمان خراسان، شيراني خراسان، مهتاب خراسان، مرکزي خراسان، ياران خراسان او ببر خراسان لوبډلو برخه لرله.

يادو سياليو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د شيراني خراسان لوبډلې په لومړي، مرکزي خراسان لوبډلې دويم او د ياران خراسان او مهتاب خراسان مشرک درېيم مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو موخه د ملي، محلي او دوديزو ورزشونو وده ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS