کابل؛ د سرې مياشتي لوبډله د سرې مياشتي ځانګړې اوونۍ سياليو اتله شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۲۲:۵۱
کابل؛ د سرې مياشتي لوبډله د سرې مياشتي ځانګړې اوونۍ سياليو اتله شوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٢٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د سرې مياشتې په مالي ملاتړ د سرې مياشتي ځانګړې اوونۍ په مناسبت د افغانستان واليبال کلبونو د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سرې مياشتې لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان، د ورزش ادارې رهبري غړيو، د سرې میاشتې او والیبال فدراسیون مسولینو ګډون کړی و.

د دې سياليو په پايلوبه کې د سرې مياشتې او ابن خلدون لوبډلې سره مخ شوې، چې د سرې مياشتې لوبډلې د ٣-٠ ميدانونو له پايلې سره خپل سيال ته ماتې ورکړه.

همداراز په دغو سياليو کې د ابن خلدون لوبډلې دويم او لوګر اتلانو لوبډلې درېيم مقام ترلاسه کړ.

دغه سيالۍ د سرې مياشتې ځانګړې اوونۍ د نمانځنې په موخه ترسره شوې، چې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبډلو ته د مډالونو په ورکولو سره پاى ته ورسېدې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS