کابل؛ د جمناستیک منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۴:۵۳
کابل؛ د جمناستیک منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې

د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د جمناستیک منتخبه سیالۍ چې درې ورځې وړاندې پیل شوې وې، ولایتي لوبډلې ته د ۳۶ غړیو په تاکلو سره پای ته ورسېدې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د هېواد د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د المپیک ملي کمیټې مرستیال باور هوتک، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او فدراسیونونو مسؤولینو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق وویل: "جمناستیک یوه ډیره په زړه پورې او زړه راښکونکې لوبه ده چې زیات شمېر مینوال لري، هیله مو داده چې زموږ د جمناستیک ورشکاران په نړیواله کچه وځلېږي او د هېواد لپاره ویاړونه راوړي".

ښاغلي وثیق د جمناستیک او ټولو ورزشي فدراسیونونو د ملاتړ او د سپورټ ادارې له لوري د هر راز مرستې ژمنه وکړه، نوموړي ډاډ ورکړ، چې د هر فدارسیون لپاره د خپل ځانګړي لوبځای د برابرولو هڅه کوو.

ښاغلي وثیق د کابل د جمناستیک منتخبه سیالیو برخه والو ورزشکارانو ته د هڅونې په موخه د سپورت ادارې له لوري د یو لک افغانیو د ورکولو ژمنه وکړه.

د کابل ولایت د جمناستیک په منتخبه سیالیو کې د کابل ولایت له ۱۸ کلبونو څخه د څلورو عمري کټګوریو(ماشومان، تنکي ځوانان، ځوانان، لویان) ۱۲۰ تنو ورشکارانو برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS