کابل؛ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د هنډبال یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۹:۱۲
کابل؛ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د هنډبال یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند هنډبال فدراسیون له لوري د المپیک ملي ورځې د نمانځغونډې په مناسبت د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هنډبال سیالۍ ترسره شوې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش معاون حافظ احمد جان ځدران، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د نوموړي ریاست د مالي او اداري چارو رییس مولوي عبدالناصر هاشمي، د مسابقاتو د ترسره کولو امر عزیز ملنګ، د یاد فدراسیون مسولینو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

په پیل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدران ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورزشي برخې په وده او پراختیا خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې په نن سبا کې ورزش یوازې په مرکز نه؛ بلکي په ولایتونو، کلیو او ولسوالیو کې مخ پر وده روان دی او د سپورټ د ولایتي استازو له لوري یې څارنه کېږي، هغه همداراز زیاته کړه چې نه یوازې په کور دننه، بلکې په نړیواله کچه هم سیالۍ لرو او ښې لاسته راوړنې ترې لرو.

د دغو سیالیو په پایله کې چې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې، کامې کلب لومړی، کابل کلب دویم او پلتخنیک کلب درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS