کابل؛ د باسکټبال شپږم پړاو د غوراوي درې پر درې سبک سیالۍ د کابل (الف) لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۸:۵۶
کابل؛ د باسکټبال شپږم پړاو د غوراوي درې پر درې سبک سیالۍ د کابل (الف) لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د باسکټبال درې پر درې سبک د غوراوي سیالیو شپږم پړاو، چې پنځه ورځې وړاندې د ۸ لوبډلو او ۴۰ لوبغاړو په ګډون پیل شوی و؛ د کابل (الف) لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د دې سیالیو په پای لوبه کې د کابل (الف) او هرات لوبډلو له یو بل سره لوبه وکړه، چې کابل (الف) لوبډلې د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او د هرات لوبډلې د ۱۳ امتیازونو په ګټلو سره ددې پړاو د غوراوي سیالیو دویم مقام وګاټه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پایلوبه کې چې د ددې ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره شوه؛ د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان، د بدني روزنې او سپورټ رياست د دفتر رئيس مولوي فضل الرحمن بري، د فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کاګر، د عامه پوهاوي او اطلاعاتو رئیس اتل مشواڼي، اړوندو مسوولانو او ګڼو نندارچیانو ګډون کړی وو.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د باسټکبال د درې پر درې سبک سیالیو ته د وړ او ځوانانو څېرو موندل او بهرنیو سیالیو ته استول وو.

د یادونې وړ چې د دې سیالیو له منځه ۱۲ تنه ورزشکاران د باسکټبال د ملي لوبډلې لپاره غوره شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۶
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۴۰۰ متره واټن کې ترسذه شوې، چې په پایله کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کي د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګلشاخېل ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو بایلوبه. . .

BACK TO NEWS