کابل؛ د " اينده سازان جام " په نوم د کونګفو لومړى پړاو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۵:۵۳
کابل؛ د " اينده سازان جام " په نوم د کونګفو لومړى پړاو سيالۍ ترسره شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د اينده سازان جام په نوم د کونګفو لومړى پړاو سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فدراسيونونو امر محمد اعظم کوهي، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د زده کړو امر حميد الله صافي، د کونګفو فدراسیون مسوولينو، ورزشکارانو او د دې رشتې مينوالو شتون درلود.

په دغو سياليو کې د کابل ښار د کونګفو شپږ انجمنونو د کوچنيانو او نوي ځوانانو سني کټګوريو ١١٠ ورزشکاران له يوبل سره ولوبېدل.

د دغو سياليو موخه په يادو دوو کټګوريو کې د ورزشکارانو ظرفيت لوړول او استعداد موندنه ده.

يادو سياليو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پاى کې يې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او تقديرنامې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS