کابل؛ د افغان ترک ښوونځي د والیبال او باسکېټبال لوبډلو ته نظري او عملي سمینار ورکړل شو
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د همه ګاني ورزشونو امریت له لوري د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم کې، په کابل کې د افغان ترک ښوونځي د باسکېټبال، والیبال او نښې ویشتلو لوبډلو ته د یو علمي سير په ترڅ کې د باسکېټبال، والیبال او نښې ویشتلو ورزشونو د اساساتو او په اړه په نظري او عملي بڼه ښوونیز سمینار ورکړل شو.
په دې پرګرام کې د باسکېټبال په برخه کې د باسکېټبال نړیوالې او کورنۍ تاریخچې، درېول، پاس، میدان، یو او دوه پاینټ او همداراز د والیبال په برخه کې هم د والیبال قوانینو او د والیبال اړوند نورو موضوعات په عملي او نظري بنه ور وښودل شول.
د همه ګاني ورزشونو په اړه د دې تشویقي او عامه پوهاوي پروګرام موخه په ښوونځیو کې د ورزش تریوجول، په ښوونځیو کې د غوره ورزشکارانو موندل، د ورزش ادارې او تحصیلي بنسټونو ترمڼځ د واټن له منځه وړل او همغږۍ رامنځته کول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د افغان ترک ښوونځي په ۸ بېلابېلو ورزشي برخو کې فعاله لوبډلې لري.
