کابل؛ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۹:۴۲
کابل؛ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ پیل شوې

د فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د شپږو زونو او اتو لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د افغانستان د اس.ت.خباراتو عمومي رئیس مولوي محمد الله وثیق، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی و.

ښاغلي حافظ احمدجان ځدراڼ په پرانیستغونډه کې مېلمنو او ورزشکارانو ته ښه راغلاست وویلې او زیاته یې کړه : موږ په دوه نیمو کلونو کې د تېرو شلو کلنو په پرتله ښې لاسته راوړنې لرو، چې له هغې جملې څخه د فوټسال ملي لوبډلې نړيوال جام ته لار موندل، په چین هېواد کې وروستۍ لاسته راوړنې، له مرکز څخه ولایتونو ته او له ولایتونو څخه ولسوالیو ته د ورزش رسېدل او د امنیت په فضا کې د ورزشکارانو تګ او راتګ کول دي.

همدارنګه ځدراڼ زیاته کړه: د ا.ا.ا د رهبرۍ له ملاتړ څخه ډېره مننه، چې زموږ تر شا ولاړ دي او موږ د ورزشکارانو هر ډول مرستو ته تیار یو او موږ به تل د دوی تر څنګ ولاړ یو او دوی سره به مرسته کوو.

دغه سیالۍ چې اته ورځې به دوام وکړ په لومړۍ لوبه کې د ورزش افغانستان لوبډلې خپلې سیالې پنجشېر بهارک لوبډلې ته د ۸/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه فوټسال غوره لیګ ته د دوو غوره لوبډلو لاره موندل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS