کابل؛ د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ملي فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۸:۵۷
کابل؛ د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ملي فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مرسته د هېواد د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ له مرکز او ولایتنو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.

د یادو سیالیو په پرانیست غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د یاد ریاست د دفتر رئیس فضل الرحمن بری، د یاد ویاند او د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د فوټبال ملي فدراسیون رهبري، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د پرانیستې په دې مراسمو کې د ورزش ادارې رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل: د افغانستان اسـ.ـلامي امـ.ـارت تل په هېواد کې د ورزش د ملاتړ په هڅه کې دی او افغانان شاهدان دي چې تېر کال افغان ورزشکارانو د چین هېواد په کوربتوب په آسیايي لوبو کې ښه وځلېدل او پنځه مډالونه یې وګټل.

همداراز د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ د فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو په پیلېدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د افغانستان فوټبال اتلانو درېیم پړاو سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان خلک او ورزشکاران د سولې او امن په فضأ کې ژوند کوي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د فراه ابو مسلم او سرسبز یاشلر لوبډلې سره لوبې وکړې چې د لومړۍ لوبې په پایله کې د فراه ابو مسلم د ۰/۲ ګولونو په توپیر سرسبز یاشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې په یاد غوره لیګ کې به ټولې ۶۶ لوبې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS