کابل؛ د استالف والیبال خزاني سیالۍ د استالف ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۹:۳۵
کابل؛ د استالف والیبال خزاني سیالۍ د استالف ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د استالف ولسوالۍ د والیبال خزاني سیالۍ د استالف ځوانانو په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو وروستی پړاو دوه اوونۍ وړاندې پیل شوی و، چې د تېرې جمعې په ورځ د استالف ځوانانو په اتلولي پای ته ورسېدې.

د نوموړیو سیالیو پایلوبه د استالف ځوانان او ګلستان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د استالف ځوانانو لوبډلې د ۳-۱ میدانونو په توپیر ګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې له بېلابېلو کليو څخه ۸ لوبدلو ګډون کړی و.

د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته کپ او دویم او درېیم مقام ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS