کابل؛ د اتلتیک دوه کسیزه لوبډله د اسیا اتلولیو سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۲۳:۲۹
کابل؛ د اتلتیک دوه کسیزه لوبډله د اسیا اتلولیو سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د اتلتیک ملي فدارسیون دوه کسیزه لوبډله ( یو ورزشکار او یو پلاوی ) د ځغاستې له ۲۳ کلنو کم عمره د اسیا اتلولیو سیالیو کې د ګډون په موخه د یاد ریاست له فني او مسلکي مرستیال سره تر لیدنې وروسته چین هېواد ته ولاړه.

د خدای پامانۍ په دغه لیدنه کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، یادې لوبډلې ته د بریالیتوب ترڅنګ هیله وښوده، چې دغه ډول سیالیو کې ګډون به د افغانستان د اتلتیک ورزش د ودې او د لوبغاړو د تجروبو په ترلاسه کولو کې ګټور او اغیزمن تمام شي.

په یادو سیالیو کې به د افغانستان په استازولۍ، مجتبی فقیرزاده د لوبغاړي په توګه او ساحل امیري د پلاوي په ډول ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې د ځغاستې له ۲۳کلنو کم‌عمره د اسیا اتلولۍ سیالۍ به د بېلابېلو هېوادونو د ۲۳ کلنو لوبغاړو ترمنځ په بېلابېلو واټنونو کې د روانې جولای میاشتې له ۹مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د چین په کوربتوب د دغه هېواد په اوردوس ښار کې د اسیا اتلتیک فدراسیون تر نظر لاندې ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

پکتیکا؛ په چهابران ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چهابران ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیکا؛ په مټاخان ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې دوه اوونۍ په دوام وکړي پیل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۴۸
Background image

بلخ ؛ په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS