کابل؛ حافظ احمد جان ځدراڼ په خپل کاري دفتر کې د پاکستان د ووشو ملي لوبډلې لوبغاړو سره ولیدل
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ په خپل کاري دفتر کې
د پاکستان د ووشو ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي ځدراڼ د پاکستان ووشو ملي لوبغاړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی څخه مننه وکړه، چې کابل ته راغلل او لوبه یې ترسره کړه.
همداراز د پاکستان ووشو ملي لوبغاړو هم په دغو لوبو کې د ګډون له امله خوښي وښوده او وې ویل چې په راتلونکي کې به بیا هم د سیالیو لپاره کابل ته راځي.
په ورته وخت کې پاکستاني لوبغاړو د افغانستان د ووشو فدراسیون له کوربتوب څخه مننه وکړه او ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ هم د یادو لوبغاړو د تشویق په موخه دغو لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړې.
