کابل؛ بهروز جعفري د هېواد د ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه وټاکل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۴۷
کابل؛ بهروز جعفري د هېواد د ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه وټاکل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د فوټبال ملي فدراسیون او فوټسال ملي کميټې له لوري د هېواد د ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د رهبري په جوړښت کې نوي بدلونونه راوستي، چې له مخې یې ښاغلی بهروز جعفري په رسمي ډول د يادې لوبډلې د نوي روزونکي په توګه معرفي شو.

د نوي روزونکي دغه مراسم په یوه خبري ناستې سره ترسره شول، چې ښاغلی جعفري په رسمي ډول د ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې تخنیکي مشري پر غاړه واخیسته. د روزونکي تر معرفي سربېره، د لوبډلې د فني کارکوونکو په جوړښت کې هم بدلونونه راوستل شول، څو د راتلونکو سیالیو لپاره د هېواد د ځوانو لوبغاړو د مهارتونو د لوړوالي او پرمختګ لامل شي.

په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست او د فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون رئيس او د فوټسال ملي کمېټې تخنیکي مرستیال حاجي فرید یوسفزي، نوي ټاکل شوي روزونکي او د ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې نوو فني غړو هم ګډون درلود.

ښاغلي بهروز جعفري د يادې لوبډلې د روزونکي په توګه د روان میلادي کال تر ختمېدو پورې رسمي قرارداد لاسلیک کړ، جعفري په خپله وینا کې د ژمنتیا، پرلپسې هڅو او هدفمندو پلانونو د جوړونې له لارې د يادې لوبډلې د پرمختګ او چمتووالي پر ارزښت ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۵
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون ښار کې د يووالي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

جوزجان؛ قوشتپه ولسوالۍ کې د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قوشتپې ولسوالۍ په چقمه چقر سيمه کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۲۹
Background image

ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر. . .

BACK TO NEWS