کابل؛ افغان يارانو لوبډلې د فوټسال "الف" ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۹:۲۷
کابل؛ افغان يارانو لوبډلې د فوټسال "الف" ليگ سياليو اتلولي وگټله

د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د فوټبال فدراسیون او د فوټسال سپورټي کمېټې له لوري د فوټسال په جمنازيوم کې د کابل د شمال، ختیځ، لويديځ او سويل زونونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال "الف" ليگ سيالۍ د افغان يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د سياليو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافط احمد جان ځدران، د فوټبال فدراسیون رييس محمد يوسف کارگر، د ننگرهار ولايت د ورزش رياست رييس عبدالسلام وزيروال، اړوندو پلاوو او د فوتسال گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.

د يادو سياليو پايلوبه د شقايق او افغان يارانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې افغان يارانو لوبډلې خپلې سيالې شقايق لوبډلې ته د ۲/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولۍ يې خپله کړه.

د دغو سياليو غوره لوبغاړی علي اکبر حسيني، غوره گول وهونکی قدرت الله او غوره گول ساتونکی بيا احمد فرهاد ونومول شول.

دغه سيالۍ، چې يوه مياشت يې دوام وکړ، د ترسره کېدو موخه يې د فوټسال غوره ليگ سياليو لپاره د څلورو مخکښو لوبډلو ټاکنه وه.

د سياليو د پای په مراسمو کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۰:۲۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د هيچکلي لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امید استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۱۰
Background image

رسنيز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش ریاست،د کابل د رگبی ملي فدراسیون استازولۍ د یاد ولایت د کلبونو د لوبډلو ترمنځ، د غوره څېرو موندلو په موخه د رگبي سیالۍ ترسره کړي.

په همدې. . .

BACK TO NEWS