ښاروالۍ لوبډلې‌ د غور ولایت د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
ښاروالۍ لوبډلې‌ د غور ولایت د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د غور ولایت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د واليبال سيالۍ د ښاروالۍ لوبډلې‌ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ښاروالۍ او شاهين کاسي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ښاروالۍ لوبډلې‌ خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د واليبال لوبې وده او د غوره لوبغاړو موندل ياد شوي وو، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزشي امريت له لوري گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS