چین اسیايي سیالۍ؛ عبدالجبار پوپلزي او نصرت حبيبي دوو افغان ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه
د چین هیواد په کوربتوب اسیايي المپیکي سیالیو پر دوام عبدالجبار پوپلزي د سوک وهنې په برخه کې خپل بوتاني سیال او نصرت حبیبي د ووشو په برخه کې خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه.
عبدالجبار پوپلزي په ۵۱ کیلو ګرام وزن کې د بوتان هیواد سیال ته ماتې ورکړه او د شپاړس غوره لوبغاړو پړاو ته يې لار پيدا کړه او نصرت حبیبي بیا د ووشو په برخه کې خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه او د برونزو مډال يې ترلاسه کړه، هغه یوه بله لوبه وړاندې د خپل سیال د نه حاضرېدو په په صورت کې هم ګټلې وه او که نوموړی خپلې راتلونکې سیالي وګټي د سپینو زرو مډال به ترلاسه کړي.
دغه راز خیبر نورستاني د ۷۱ کيلو ګرام وزن په درلودلو سره د سوک وهنې په برخه کې له خپل منکولیايي سیال او مجید رسول په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې له خپل کوریايي سیال څخه ماتې وخوړه.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې افغان ورزشکارانو د ووشو، تکواندو، رګبي او لامبو وهلو کې هم ځينې بریاووې درلودې.
دغه سیالۍ، چې د چین هیواد په هانګژو ښار کې د ۴۵ هیوادونو د ۱۲ زرو او ۵۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۴۰ رشتو کې ترسره کېږي، له افغانستان څخه هم تر دې دمه په دې سیالیو د ۱۵ رشتو تر ۸۰ زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی دی.
