څلور پرله پسې بریاوې؛ د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۵:۸
څلور پرله پسې بریاوې؛ د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

د ټایلنډ هېواد په کوربه توب په بانکوک ښار کې د ویلچر باسکټبال آسیايي او اقیانوسیه سیالیو په لړ کې افغان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې خپله څلورمه بریا هم خپله کړه.

د دغو سیالیو په ګروپي لوبو کې د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې نیوزیلنډ، عربستان او فلیپین ته له ماتې ورکولو وروسته نن یې په خپله وروستۍ ګروپي سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته د ۵۱/۵۷ نمرو په توپیر ماتې ورکړه.

یادې سیالې د روانې جنوري میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل شوي او ټاکل شوې چې د همدغې میاشتې په ۲۰مه نېټه به پای ته ورسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS