پکیتا؛ په څکمنیو ولسوالۍ کې د WTF تکواندو میوند غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د WTF تکواندو فدراسیون له لوري د میوند غوره لیګ په نوم د WTF تکواندو درېیم پړاو سیالۍ د څمکنیو عالي لېسې لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د دې ولایت د څکمنیو ولسوالۍ میوند تکواندو کلب او دريو نورو ټیمونو ۳۰ ورزشکارانو برخه لرله، چې د یوې ورځې لپاره د ورزش ترڅنګ تعلیم ته د ورزشکارانو هڅولو په موخه ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د څکمنیو لېسې لوبډلې لومړی، غورځنګ خصوصي ښوونځي دویم او افغان خصوصي ښوونځي درېیم مقام ترلاسه کړ.
په پای کې ګټونکې لوبډلې وستایل شوې.
