پکتیکا مرکز ښرنه کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ټېپ بال کرکټ فدراسیون له لوري د خزان په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې ۱۸ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د چالاک امین زوی لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د چالاک امین زوی او تتیوالو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه تتیوالو لوبډلې وکړه او په ټاکلو شپږو اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۷۰ منډې هدف کېښود، بل لوري ته چلاک امین زوی لوبډلې یاد هدف د لوبې په پنځم اور کې پوره کړ او اتلولي یې خپله کړه.
