پکتیکا ؛ مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته رسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۴:۴۴
پکتیکا ؛ مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته رسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې خانۍ کلا سیمه کې د هېواد د ۱۰۵مې کلیزې په ویاړ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د مددخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه د مددخېلو او ګل محمد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. ګل محمد لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۷۲ منډو هدف وټاکه. مددخېلو لوبډلې یاد هدف د خپلو څلورو لوبغاړو په له لاسه وروکولو سره د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او خپلې سیالې لوبډلې ته د شپږو ویکتو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ د هېواد د ۱۰۵مې کلیزې د نمانځلو په موخه ترسره شوې، چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS