پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د سنوکر کلب جوړ او پرانیستل شو
د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د افغان پانګه وال ولاحدالله له لوري د یو میلیون افغانیو په ارزښت د سنوکر کلب جوړ او ورزشکارانو پر مخ پرانسیتل شو.
د دغه کلب رغنیزې چارې په دوو میاشتو کې بشپړې شوې، چې د سنوکر په نویو او عصري تجهیزانو سمبال دی او په یو وخت کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لوبو کولو ظرفیت لري.
