پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۳:۳۵
پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د یوسف خېل ټایګرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د یوسف خېل ټایګرز او زمري کوټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه یوسف خیل ټایګرز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٨ منډو هدف وټاکه. زمري کوټ لوبډلې د هدف په ځواب کې ١٦٨ منډې وکړې او د ٢٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٥ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۲۲
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۱۹
Background image

بلخ؛ په شورتپه ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۲۱:۲۹
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د کویټ پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله څلورمه لوبه د کویټ پر وړاندې د ۵۰ – ۶۰ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه دوه لومړۍ لوبې له. . .

BACK TO NEWS