پکتیکا؛ یحی خېلو ولسوالۍ کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د نېزه وهنې فدراسیون استازولۍ د یاد ولایت له بدني روزنې او ورزش آمریت سره په همغږۍ د ۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې.
په یادو سیالیو کې یوسف خېلو لوبډلې د ۵۶ نمرو په ترلاسه کولو لومړی، پایندخېلو لوبډلې په ۴۸ نمرو دویم، یحیخېلو لوبډلې په ۴۴ نمرو درېیم، زاولو لوبډلې په ۴۰ نمرو څلورم او سیګانې لوبډلې د ۳۶ نمرو په ترلاسه کولو سره پنځم مقام ترلاسه کړ.
د ملي او دودیزو لوبو وده او پراختیا د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.
د یادونې ده، چې د سیالیو په پای کې نېزه وهونکو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.
